زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2023/09/28 - 04:13:2
زيارة: 219
مشاركة مع الـأصدقاء

له ښځو سره د طالبان چلند دې جنسیتي اپارتاید ومنل شي
له ښځو سره د طالبان چلند دې جنسیتي اپارتاید ومنل شي

انصار (د تله ۶ مه)، د ملګروملتو د ښځو د چارو اجراییه ريیسه وايي، ملګري ملتونه باید د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو خلاف اقدامات د جنسي اپارتاید په توګه په رسمیت وپېژني. سیما باهوس، چې اداره یې د جنسي برابرۍ د پراختیا لپاره کار کوي، د امنیت شورا په غونډه کې وویل، طالبانو تر ۵۰ ډېر داسې فرمانونه صادر کړي چې د ښځو د محدودولو او ځپلو لپاره دي. مېرمن باهوس وویل، دا فرمانونه د روحي ستونزو سبب شوي او په ځانګړي ډول یې د ښځو ځان وژنې ډېرې کړي دي.

دې همداراز وویل چې د ښځو محدودیتونه په کم عمر او حتي د ماشومانو ودونه زیات کړي دي.

د نړیوالو قوانینو پر اساس، د اپارتاید اصطلاح توکمیز توپیر یا تبعیض ته ویل کېږي چې لومړی پلا په جنوبي افریقا کې وکارول شوه.

خو یو شمېر متخصصان او شنونکي وايي چې اپارتاید له ښځو سره توپیروالې (تبعیض) ته هم کارېدای شي په تېره بیا کله چې له ښځو سره د افغانستان په شان چلند کېږي.

د نړۍ په هیڅ هیواد کې ښځې او نجونې له زده کړو او کاره منع نه دي. افغانستان د نړۍ په ټولو هیوادونو کې استثنا دی.

مېرمن باهوس د سې شنبې په ورځ د امنیت شورا غونډې ته وویل:«افغان ښځې موږ ته وايي چې دوی هغه زندانیانې دي چې په تیاره کې اوسي، بې هیلې او بې راتلونکې په خپلو کورونو کې ایسارې دي.»

دې په ټینګار د امنیت شورا له غړیو وغوښتل:«موږ له تاسو غواړو چې په نړیوالو حقوقو کې د جنسیتي اپارتاید د صریح تدوین لپاره د یوې بین الادولتي پروسې لپاره بشپړ ملاتړ وکړي.»

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27299






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم